افغانستان

 په هرات کې لږ تر لږه د ۹ روغتیايي مرکزونو کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

د هېواد په لوېدیځ ولايت په هرات کې لږ تر لږه د ۹ روغتیايي مرکزونو کارکوونکو له سه شنبې ورځې راهیسې د معاشونو د نه ورکړې له امله اعتصاب کړی دی.

په دغو مرکزونو کې د غوريان ولسوالۍ روغتون، د مسلخ روغتيايي مرکز، د شينډنډ ولسوالۍ روغتون، ګذره روغتون، د رواشان روغتيايي مرکز، د سنګ کوتل روغتيايي مرکز، د تورغونډۍ روغتيايي مرکز، د هفت ګله روغتيايي مرکز او د کرخ کلينيک شامل دي.

په هرات کې باخبره سرچینې آمو ته ویلي چې یو شمېر دولتي کلینیکونه هم په دغه اعتصاب کې شامل دي.

د اعتثاب کوونکو په وينا، د روغتيا د ادارې او پراختيا انستيتيوت يا «او پي اېچ اېم» چې د هرات په کلينيکونو کې د ټولو روغتيايي کارکوونکو معاشونه ورکوي، له څلورو مياشتو راهيسې د دغو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.

د روغتیا د ادارې او پراختیا انستیتیوت یوه غیر دولتي موسسه ده چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې تاسیس او د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د اقتصاد په وزارت کې ثبت شوې ده.

دغه بنسټ د روغتیایی سازمانونو د ایتلاف غړیتوب هم لری، چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د فعالو غیردولتی موسسو لپاره د چتري موسسې په توګه فعالیت کوی.

دغه سرچینې وايي چې د طالبانو د اضافي غوښتنې له امله د کارکوونکو معاشونه پرې شوي دي.

د دغو روغتيايي کارکوونکو په وينا، دغې ادارې ويلي چې يوازې د روغتيايي کارکوونکو معاشونه ورکوي؛ خو د سرچينې په وينا، طالبانو ويلي، چې د کلينيکونو ساتونکو ته هم چې طالبان دي، بايد دغه اداره معاش ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان تل له روغتیايي بحران او د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی.

په تېرو درېیو کلونو کې، د ډیری روغتیایی کارمندانو معاشونه د مرستندویه موسسو لخوا ورکول کیږي.