افغانستان

طالبانو د کډوالو سره د مرستې کوونکو بنسټونو سره  درې تفاهم ليکونه لاسلیک کړل

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت ویلي چې له هغو بنسټونو سره چې له کډوالو او بې ځایه شویو سره مرسته کوي د ۲ميليونه ۴سوه ٨٩زره ډالرو په ارزښت درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي چې په هغو کې د روغتیا او ادارې پراختیا موسسه، د ښځو لپاره د ښځو موسسه او د اکټید موسسه شامل دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو تنفاهم لیکونو پر بنسټ به د ښځو لپاره د ښځو موسسه د کډوالو او بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون د لوژستیکي ملاتړ په څانګه کې څه باندې ۱ميليون۲سوه ۶۱ زره ډالره ولګوي.

له بلې خوا د دغې خبرپاڼې له مخې، د اکټید موسسه به په کونړ او لغمان ولایتونو کې د سرپناه او روغتیا په برخه کې څه باندې ۸سوه۷۳ زره ډالره ولګوي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت وايي، د روغتیا د ادارې او پراختیا موسسې به په بغلان، سمنګان، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د پوهاوي په لوړولو، د حرفوي زده کړو د پروګرامونو په تنظیمولو، د کرنیزو نرسریو او نورو پروژو په برخه کې څه باندې ۳سوه۶۳ زره ډالره ولګوي.

په همدې حال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته پاکستان او ایران د افغان کډوالو د «جبري اېستلو» بهیر پیل کړى دى.

له بلې خوا یو شمېر هغه کډوال چې له دغو هېوادونو څخه راستانه شوي وايي، که څه هم دوی د «جبري اېستلو» په بهیر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هم دوی له سترو ننګونو لکه د سرپناه نشتوالی، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، لوږه او بېکاري سره مخ دي.