افغانستان

سرچینې: طالبانو په بادغیس کې خبریالان له انځور اخيستلو منع کړل

سرچينو آمو سره په اړيکه کې ويلي، چې په بادغيس ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس مطيع الله متقي خبريالانو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې کورنيو او بهرنيو رسنيو ته انځور نه اخلي.

دغه سرچينې وايي، چې دغه غوښتنه نن سه شنبه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رٸيس له خوا په دغه ولايت کې خبريالانو ته وړاندې شوې ده.

د سرچینو په وینا، مطیع الله متقي د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته نږدې کس دی.

د دغو سرچینو په وينا، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خبریالانو ته ويلي، چې دا پرېکړه د بادغیس لپاره د طالبانو  د «نوي قانون له مطالعې» وروسته نيول شوې ده.

دغه سرچینې همداراز وايي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خبریالانو ته ویلي، چې له دې وروسته د داخلي یا بهرنیو رسنیو لپاره انځور اخيستل جرم ګڼل کېږي او ترسره کوونکې به يې د طالبانو استخباراتو ته وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپل نوي قانون کې د «ژونديو» موجوداتو انځور اخیستل منع کړي دي.

د يادولو وړ ده، چې د طالبانو په دې وروستیو کې په تخار ولایت او همدارنګه په خوست او پکتیا کې  هم د خپلو یو شمېر چارواکو په غونډو کې پر انځور اخيستلو بندیز لګولی دی.