افغانستان

په زاپوريژيا او دونتسک کې د روسیې په بریدونو کې شپږ تنه ووژل شول 

اوکرایني چارواکو اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) د دغه هېواد په جنوب کې پر زاپوریا ښار او دونیتسک سیمې باندې د روسیې په بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د زاپوریژیا ښاروال ایوان فدوروف په دې سیمه کې د روسیې د برید مرګ- ژوبله تایید کړې او په خپل ټېلېګرام حساب کې یې لیکلی، چې له دغو بریدونو څخه یو یې د دوشنبې په سهار د «هستوګنې» په سیمه کې شوی دی.

له بلې خوا د دونیتسک ښاروال وادیم فیلشکین ویلي چې د روسیې په «مرګونو» برید کې د میرنوهراد په ښار کې دوه تنه وژل شوي دي. یو ښار چې د پوکروفسک په ختیځ کې موقعیت لري او لوېدیځ ته د روسي ځواکونو د پرمختګ موخه ده.

د دغه خبری آژانس د راپور  بنسټ، په کوراخوف کې یو بل کس هم چې د روسیې د بریدونو بل هدف دی، وژل شوی دى.

خو رویټرز وویل چې په خپلواکه توګه دا پیښه نشي تصدیقولى.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې تل د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي. خو په منظمه توګه په ښارونو او ښارګوټو کې د لومړۍ کرښې څخه لرې پرتو سیمو باندې د توغنديو او ډرون بریدونه کوي.