د بښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ سره د دغه هېواد مدني فضا تر سخت فشار لاندې راغلې ده.
دغه بنسټ د طالبانو له لوري د دوو ښوونیزو فعالانو احمد فهیم عظیمي او صادق الله افغان د خوشې کېدو په تړاو ویلي چې دا پېښه په افغانستان کې د مدني فعالانو، خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې د طالبانو د «پراخې ځپنې» یوازې یوه بېلګه ده.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له خوا د مدني فعالانو «نيول او ځپل» د دوى سره د چلند په برخه کې د طالبانو د اندېښنې وړ بهير ښکاروندويي کوي.
دغه سازمان زیاتوي: «له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، د پوهنې، د ښځو د حقونو او د بیان د آزادۍ په برخو کې هر ډول فعالیتونه له سختیو او ځپنې سره مخ شوي دي. هغه فعالان چې له هېواده په تېښته بريالي کېږي په ګاونډيو هېوادونو کې له ډېرو قانوني او مالي خنډونو سره مخ دي او لا هم افغانستان ته د بېرته لېږلو خطر دوى ګواښي.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د پوهنې د دغو دوو فعالانو نیول په افغانستان کې د پوهنې او د ښځو او ماشومانو د حقونو د پرمختګ لپاره له هر ډول مدني فعالیت او هڅو سره د طالبانو د سخت چلند یوه بېلګه ده.
د يادولو وړ ده، چې احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د طالبانو له خوا له ۷۲ ورځو پوښتنو ګروېږنو وروسته د پلچرخي زندان ته انتقال شول. ددوى د کورنيو په وينا دوی د هلته شکنجې او بد چلند سره مخ وو.
خپلواکو مدافع وکیلانو او طبي خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی د طالبانو تر ادارې لاندې زندانونو کې یو بل ستونزمن حالت دی.