افغانستان

 د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره په هېواد کې د «غنمو د تخمونو» بستې وېشي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، پر افغان بزګرانو د «غنمو» د تخمونو د مرستې بستې وېشي.

دغه بنسټ پر اېکس ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د ۸۵۰ زره کورنیو په ګډون ۵.۹ میلیونه کسان له دغو بستو څخه برخمن شي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه مرستې به د هېواد په سوېل ختيځو سيمو کې ووېشل شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره زیاتوي، چې دغه مرستې د نړیوال بانک، د امريكا د بهرني پراختيا بنسټ (يو اېس آى ډي) او سویډن له خوا تمویلېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له «شديد» ناخوندیتوب سره مخ دي.

دغه سازمان وايي چې ډېری افغان اتباع نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.