افغانستان

په افغانستان کې د یونېسف تر ملاتړ لاندې ۳۰ زره ټولنیز کارکوونکي فعاليت کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې دا مهال په افغانستان کې د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې شاوخوا ۳۰ زره د ټولنیز روغتیايي کارکوونکو فعاليت کوي.

دغه بنسټ پر اېکس ویلي چې د دې ټولنیزو روغتیايي کارکونکو د فعالیت اصلي موخه په ټول هیواد کې په کورونو کې ماشومانو ته د طبي پاملرنو چمتو کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډون نړیوالو سازمانونو په خپلو راپورونو کې ویلي چې د طالبانو له لوري په بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار او فعالیتونو بندیز د بشري خدمتونه او مرستو رسول له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

له بلې خوا دغه سازمانونه وايي، چې د طالبانو لخوا د ښځو پر کار او فعاليتونو باندې بنديز په هېواد کې د ښځو او ماشومانو لپاره د اړينو خدمتونو وړاندې کول ستونزمن کړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب په کچه کې دي.

دغه سازمان ویلي، چې ډېری افغانان نه پوهېږي، چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.

له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د مرستو د بستو د تمویل لپاره سخت مالي بحران او د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیزونو له امله د خوراکي توکو مرستې له خطر سره مخامخ کړي دي.