سویلي آسیا

د پاکستان پوځ وايي دوه وسله وال يې وژلي او پنځه نور يې نیولي

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې د دغه هېواد پولیسو د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان دوه غړی وژلی او پنځه نور یې نیولی دی.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې نن (شنبه د تلې ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د وسله والو له خوا د درېیو ځانمرګو واسکټونو په ګډون یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم کشف شوي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شویو کسانو په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود او غوښتل یې چې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کړي.

بلخوا د پاکستان پوځ ویلي دي چې د جمعې په ورځ په زوب سیمه کې په نورو عملیاتو کې دوه وسله وال د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

د پوځ په وینا په دې عملیاتو کې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي