افغانستان

ایران او پاکستان په یوه اونۍ کې ۱زرو۴۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

د هغو شمېرو پر بنسټ چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر اژانس د راپورونو څخه راټولې شوې دي، په تېره يوه اوونۍ کې ايران او پاکستان یو زرو ۴۰۰ افغان کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د راپور پر بنسټ، ايران په تېره يوه اونۍ کې ١زرو٧٣٣ کورنۍ او پاکستان ٣٢٧ کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

د دغو راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه اونۍ کې ۱۲۶ کورنۍ د تورخم او ۲۰۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د نيمروز د پل ابرېشم له پولې ۴۳۰ کورنۍ افغانستان ته او ۶۴۳ کورنۍ د هرات اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

د يادولو وړ ده، چې ایران او پاکستان دغه کډوال په «جبري او اختیاري» ډول اېستلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو افغان کډوالو  شمېرې نه دي وړاندې کړي.