افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه د سمدستي څېړنو غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه د ایراني پوله ساتو لخوا د افغان کډوالو د وژلو د راپورونو په اړه د سمدستي او خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې دغه راپورونه «وحشتناک» بللي دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «د بلوڅ د بشري حقونو د یوې ادارې حال وش لخوا خپور شوی راپور چې ادعا کوي د اکتوبر په ۱۳مه د ایران امنیتي ځواکونو په لسګونو افغانان په بې هدفه توګه ډزې کړې، د اندېښنې وړ دی.

دغه سازمان زياته کړه: «دا پېښه له هغه وروسته کېږي چې له اوس نه دوه کاله وړاندې د ايران له خوا د افغانانو پر وړاندې د غير قانوني زور کارولو لومړۍ مستند شوې پېښه ثبت شوې وه، هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ايران ته پناه وړي. دغه اقدامات د غير قانوني وژنو او جدي زیانونو لامل شوي دي.»

د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي: «د وژونکي ځواک د غیر قانوني کارونې په اړه چې د افغانانو د ژوند حق يې تر پښو لاندې کړى دى، د چټکې، رڼې، خپلواکې او اغېزمنې څېړنې غوښتنه کوي.» دغه بنسټ همداراز د هغو کسانو د عادلانه محاکمې پر اړتیا ټینګار کړی چې په دې پېښه کې په لاس لرلو مظنون دي.

طالبانو ویلي، چې د پېښې د څېړلو لپاره یې یو لوړ پوړی پلاوی ټاکلی دی.

دې پېښې په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه راپورونه رد کړل.