افغانستان

رابرټ لنسينګ انسټیټیوټ: د کوکنارو پرکښت بندیز د هیروئینو بازار او د طالبانو داخلي ثبات ګواښي

د رابرټ لنسپنګ انسټیټیوټ چې یوه غیر دولتي موسسه ده او په بشپړه توګه غیر سیاسي څېړنې کوي وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز سره په هیواد کې اقتصادي بحران او د بیکارۍ په زیاتېدو ده، او ممكن دغه وضعیت د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د حقاني شبکې ترمنځ د ترینګلتیا لامل شي او د طالبانو پر ثبات اغېز وکړي.

دغه انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي، چې له اقتصادي ستونزو سره سره د کوکنارو پر کښت بندیز له حقاني شبکې سره مرسته کړې، چې د منځني ختیځ او افریقا په بازارونو کې د خالص هیروینو د بیې له لوړېدو څخه ګټه واخلي. خو د روانو جګړو له امله د باثباته بازارونو په پېژندلو کې د ننګونو په شتون کې حقاني شبکه له ستونزو سره مخ ده.

دغه انسټیټیوټ وايي، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي او خالص هیرویین همداسې نا پلورل شوي پاتې شي، ښايي د حقاني شبکې او هبت الله اخندزاده ترمنځ شخړې رامنځته شي.

د رابرټ لنسينګ انسټیټیوټ په وینا، دا کړکېچونه کولی شي د طالبانو د مشر لپاره بدبیني رامینځته کړي ترڅو د طالبانو په بېلابېلو څانګو لکه حقاني باندې تسلط ولري او د دوی په مشرتابه شورا کې درز رامنځته کړي.

د دغه انستيتوت د راپور له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د نويو بنسټونو په جوړولو او له جنوبي سيمو څخه د پوځي قوماندانانو په ټاکلو سره د طالبانو د مشرانو په منځ کې خپل ځواک ښودلى دى. د طالبانو له نفوذ لرونکو څېرو څخه د خیرالله خیرخواه او محمد نبي عمري په څېر څېرو په ټاکلو سره، نوموړی هڅه کوي چې د سراج الدین حقاني چې د طالبانو په رهبرۍ کې یو له مهمو څېرو څخه دی، تر نفوذ لاندې راولي.

انسټیټیوټ زیاتوي چې د هیبت الله آخندزاده له خوا د ځینو طالب چارواکو وروستۍ ګمارنې د سراج الدین حقاني او نورو مشرانو د وفادارۍ په اړه د هغه اندېښنه څرګندوي. دا کړنې د رهبرۍ په شورا کې د کړکېچ او وېش لامل کېدای شي او د «طالبانو د رژیم» داخلي ثبات اغېزمنولای شي.

د رابرټ لنسينګ انسټیټیوټ په راپور کې راغلي چې سراج الدین حقاني د طالبانو په منځ کې د یوه مهم مشر په توګه له جهادي ډلو سره د خپلو اړیکو او د خپلو پوځي وړتیاوو له امله د طالبانو په مشرتابه کې ځانګړی مقام لري. هغه کولی شي د هبت الله اخندزاده د جدي سیال په توګه عمل وکړي او د پراخ نارضایتۍ په صورت کې د مخالفو ځواکونو د تحريك کولو سرچینه شي.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان بې ثباته اقتصادي وضعیت او د عوایدو کمېدو ته په پام سره ښايي د طالبانو د غړو او سیمه ییزو ملاتړو ترمنځ ناخوښي زیاته شي. دا شرایط کولی شي د هبت الله اخندزاده دریځ نور هم کمزوری او د حقاني دریځ پیاوړی کړي.

د دغه انسټیټیوټ په وینا، که د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ تاوتریخوالی او اختلافات زیات شي، ښايي دا اختلافات د کورنیو جګړو لامل شي. په دې صورت کې د سراج الدین حقاني نفوذ د «طالبانو په رژیم» کې دننه د قدرت د معادلو د بدلون لپاره د یو مهم عامل په توګه عمل کولای شي.

دغه انسټیټیوټ همدا راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز د هېواد په ختیځ، سویلي او شمالي سیمو کې د کوکنارو کښت تر ۹۵ سلنې ډېر کم کړی دی. په معیشت باندې د هغې د منفي اغیزو له امله، دا بندیز د کوکنارو د رسولو لړۍ، کښت او پروسس کې د ٧٠٠زرو څخه زیاتو دندو له منځه وړلو سبب ګرځېدلى دى.

په ورته وخت کې د دغه راپور له مخې، د کوکنارو پر کښت د بندیز له امله د کار له لاسه ورکول او د عوایدو کمښت د افغانستان اقتصاد چې تر ډېره پر دغه محصول پورې تړلی و، زیانمن کړی او له ١.٥ میلیارد ډالرو ډېر زیان یې اړولی دی.