افغانستان

په جلاوطنۍ کې د آزادۍ غوښتونکو غورځنګ: پر افغان کډوالو ډزې «ظالمانه او زړه بوږنوونکې» دي

په جلاوطنۍ کې د آزادۍ غوښتونکو غورځنګ پر افغان کډوالو د ایراني پوځیانو د ډزو په غبرګون کې چې په ترڅ کې یې د هېواد لسګونه وګړي ووژل شول، وايي دغه پېښه «ظالمانه او زړه بوږنونکې» ده.

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلی دی چې ایرانی ځواکونو په دغه پېښه کې د بشری حقوقو د اصولو خلاف نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

د دغه غورځنګ د خبرپاڼې له مخې، افغان کډوال ایران ته «د خوراک او انساني ژوند د موندلو په هیله» کډوال کېږي.

په جلاوطنۍ کې د آزادۍ غوښتونکو غورځنگ وايي چې دا پیښه به له تصور لرې انساني پایلې ولري.

په دې خبرپاڼې کې غوښتنه شوي چې د دغې پېښې د څېړلو او ارزونې لپاره دې (ژر تر ژره) یوه کمېټه جوړه شي چې د دې پېښې عاملین محاکمه کړي.

په ورته وخت کې، په جلاوطنۍ کې د آزادۍ غوښتونكو غورځنګ غوښتنه کړې چې د ایران حکومت باید د «د دې جنايت» ځواب ورکړي.

د «حال وش» په نامه د ایران د بشري حقونو بنسټ تر دې مخکې د کډوالو د روايت په استناد خبر ورکړی و، چې پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ۲۶۰ تنه وژل شوي دي.

خو آمو په خپلواکه توګه دغه احصایه نه شي تاییدولی.

د بشري حقونو د دغه بنسټ د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۲ مه) د ایران او افغانستان پر پوله د کلګان په سراوان سیمه کې وشوه.

د دغه راپور له مخې ایراني پوځیانو هغه وخت په افغان کډوالو ډزې وکړې چې غوښتل یې دغه هېواد ته داخل شي.

حال وش زیاته کړې چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په سرحدي سیمه کې د افغان کډوالو پر دې ډله برید وکړ او ډزې یې پیل کړې چې له امله یې شاوخوا ۳۰۰ تنه مړه او ټپیان شول.

دغې پېښې په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

حال وش دغه احصایه د هغو کډوالو په حواله چمتو کړې چې له دغې پیښې څخه ژغورل شوي دي.

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د دې پېښې په اړه راپورونه رد کړي دي.

طالبانو ویلي دي چې ددې پېښې له روښانه کيدو وروسته پرېکړه وکړي.