د اسرایلو پوځ اعلان کړی، چې نن سهار (چهارشنبه، تلې۲۵) شاوخوا ۵۰ توغندي له لبنان څخه د اسرائیلو پر شمال توغول شوي دي.
د عرب نیوز د راپورونو پر بنسټ، د لبنان حزب الله هم اعلان کړی چې د صفد ښار په لور یې «لوی شمېر» راکټونه توغولي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو د تلفاتو او زیانونو او همدارنګه د دغو توغندیو د ویشتلو او له منځه وړلو دقیق جزیات نه دي خپاره شوي.
د يادولو وړ ده، چې په لبنان کې د اسراٸيلو او وسله والو ملېشو په تېره بيا د حزب الله تر منځ وروستيو جګړو په سيمه کې د پراخې جګړې په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
دا پېښې په داسې وخت کې کېږي چې د اسراٸیلو او لبنان په پولو کې تاوتریخوالی خورا زیات شوی او دا هیوادونه په پوځي تيارسٸ کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوسټ مخکې راپور ورکړی و چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په امر پر دغه هېواد د بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره د ۱۰۰ پوځي ځواکونو د لېږلو پرېکړه کړې ده.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې چې په عین حال کې امریکا به اسرائیلو ته د توغندیو د شنډولو او خنثى کولو لپاره د پرمختللو ټکنالوژۍ د توغندیو دفاعي سیسټم ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې د امريکا دې پرېکړې په منځني ختيځ کې د جګړې د پراخېدو او په کې د امريکا د رول په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.