افغانستان

اروپايي ټولنه: «د ټولو لپاره»زده کړه د افغانستان په سوکالۍ کې مهم رول لري

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفارت وايي، «د ټولو لپاره»زده کړه د افغانستان په سوکالۍ کې مهم رول لوبوي.

دغه سازمان پر اېکس لیکي چې په ټول افغانستان کې د یوه ښه او باسواده راتلونکې لپاره له سلګونو ښوونځیو سره مرسته کوي.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د سفارت استازې ویرونیکا بوشکوویچ-پوهار په کابل کې له یوه لومړني ښوونځي څخه د لیدنې پر مهال وویل چې اروپايي ټولنه به په افغانستان کې له ښوونې او روزنې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر هېواد د واک تر لاسه کولو راهيسې نجونو د زده کړو پر دوام بندیز لګولى او پوهنتونونه یې تړلي دي.

په همدې حال کې په هېواد کې ښځينه زده کوونکي وايي، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکول د دوی انساني، اسلامي او شرعي حق دی او طالبان بايد دغه بنديزونه لرې کړي.

 پر ښوونې او روزنې د طالبانو بندیز پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. خو دوی د نجونو او ښځو پر وړاندې له خپلې پرېکړې لاس نه دی اخیستی.

تازه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د «قامي عدالت جرګې» په نوم غونډه کې چې ویل کېږي تر یو میلیون ډېرو کسانو پکې ګډون کړی و، پر طالبانو غږ کړى چې پر زده کړو بندیزونه ليرې کړي او افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.