قرغزستان د بدخشان ولایت د پامير قرغزي وګړو ته د مرستو کڅوړې استولې دي.
قرغزي رسنیو ویلي دي چې په دغو مرستو کې د انسانانو درمل او د حیواني درمل شامل دي.
د دغو راپورونو پر بنسټ، دغه مرستې د قرغزستان د ولسمشر، سادیر جپاروف په حکم او د دغه هېواد د بشردوستانه ماموریت په چوکاټ کې ترسره شوې دي.
قرغزي رسنۍ وايي، چې دغه مرستې د بدخشان په لوی او واړه پامیرونو کې د «قرغیزي توکمونو د ملاتړ» تر نامه لاندې ترسره شوې دي.
په ورته وخت کې د قرغزستان د کار، ټولنیز امنیت او کډوالۍ وزارت مرستیال درمانکول اولو بکیت هم په بدخشان کې د طالبانو له والي محمد ایوب حلید سره د افغانستان د ټولنیزو، اقتصادي ستونزو، د ژوندانه د وضعیت او په بدخشان کې د قرغزیانو قومي زیربناوې په اړه خبرې کړې دي.
دغو رسنیو همداراز ویلي دي چې د دغو مرستو په استولو سره د زړه، غاښونو، نس ناستي او نسايي متخصصینو یوې ډلې د هېواد ۷۵۵ قرغزیانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دغو راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۹۵ ښځې او ۱۸۰ ماشومان له دغو خدمتونو برخمن شوي دي.
قرغزي رسنۍ زیاتوي، چې دغو متخصصینو په بدخشان کې د قرغزستان د سیمه ییزې ټولنې غړو ته د ساري ناروغیو او حیواني ناروغیو د تشخیص، د غواګانو، پسونو او وزو لپاره د څارویو د درملو د سمې کارونې زده کړې هم ورکړي دي.