د پاکستان د ګمرک چارواکو د دوشنبې(تلې ٢٣مه) اعلان کړى چې دوی د «ترهګرۍ ضد» په لويو عملیاتو کې د تورخم پر پوله د شاوخوا ١٢٦زره ٣۵۴ ډالرو په ارزښت د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوي وسلې او مهمات چې د افغانستان لخوا دغه هېواد ته لېږدول کېدل، نیولي دي.
د میډیا لاین راپور ورکړی، دغه وسلې چې د اېم ۴ وسلې، د شپې لید کمرې او نورې وسلې پکې شاملې وې، سبزیجاتو په یوه کانټینر کې ځاى پرځاى شوې وې.
رسنیو ویلي، د تورخم پر پوله د دغو وسلو کشف او نیول د سیمې د ثبات او له پولې بهر د طالبانو د نفوذ په اړه د خطر زنګ دى.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د يادو وسلو د قاچاق په تړاو یې دوه کسان نیولي او د وسلو د سرچینې او ځای په اړه یې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکي په دې باور دي چې ښايي دغه وسلې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له مختلفو ډلو سره تړاو ولري چې د دغه هېواد امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
دا پېښه په داسې حال کې کیږي چې اسلام آباد د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزې په څنډه کې قرار لري او د میډیا لاین په وینا، د ٢٠٢١ په اګست کې د ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د پاتې وسلو په اداره کولو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان جدي ستونزې په ګوته کوي.
په راپور کې ویل شوي چې نیول شویو وسلو د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو او له افغان طالبانو سره د هغوی د همکارۍ په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو په وار وار خبرداری ورکړی چې طالبان به په سیمه کې په ځانګړې توګه د پاکستان په خاوره کې د «ترهګرۍ» ګواښونو ته ځواب لپاره چمتوالى نه لري.
په راپور کې راغلي چې «په افغانستان کې د بې ثباتۍ او د ترهګرو ډلو شتون» ته په کتو دغه وضعیت د نړیوال امنیت او سیمه ییز ثبات لپاره جدي پایلې لرلی شي. په پاکستان کې د امریکا د وسلو نیول د طالبانو د نفوذ او د سیمې امنیت ته د ګواښونو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.
د ميډيا لاين وايي، دا پېښه د وسلو په اداره کولو کې د طالبانو جدي ستونزې او له افغانستانه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په اداره کولو کې د هغوی ناتواني ښيي.
د امریکا د دفاع وزارت تېر کال اعلان وکړ چې د افغانستان دولتي ادارو ته یې ۷،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات ورکړي چې اوس د طالبانو په اختيار کې دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې بې ثباتي او د ترهګرو ډلو شتون د «نړیوالې ترهګرۍ د بیا راژوندي کېدو» لامل کېدای شي او د سیمې امنیت تر اغېزې لاندې راولي.
طالبانو تر اوسه د تورخم پر پوله له افغانستانه د امریکايي وسلو د قاچاق او ضبط په اړه څه نه دي ویلي.