افغانستان

طالبانو په کونړ ولایت کې اته تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل

عکس از آرشیف.

طالبانو په کونړ ولایت کې ٧ نارینه او یوه ښځه د ټولو په وړاندې په درو ووهله.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د «غلا، لواطت او له کوره په تېښته» تورن وو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه دوه تنه په دوه کاله بند محکوم شول او په ۳۹ دورو ووهل شول.

یو بل کس په درې کاله بند او شل درې محکوم شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو دوو کسانو هر یو شل دُرو او په ٧میاشتې بند محکوم شوي دي.

یو بل یې په ۱۵ ورځو بند او ۱۵ دُرو محکوم شو.

بل کس په یو کال بند او شل دورو محکوم شوى دى.

خبرپانه وايي، یو تن په ۱۶ ورځو بند او ۱۰ درو باندې محکوم شو.

طالبانو په تېرو درېیو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په هغه پرېکړه ليک کې چې تېره اونۍ تصويب شو، د دغې شورا غړو د اعدام بدني وغندل او له طالبانو يې د دې د بندولو غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو په قضايي سیستم کې عادلانه محکمې ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې او د بدني سزا د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.