افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې تر ۳۰۰ زیاتې کډوالې کورنۍ اېستلي

File photo.

په یوه ورځ کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې پرون (سه شنبه د تلې ۱۷مه) له ایران او پاکستان څخه د هېواد ۳۱۰ کډوالې کورنۍ په «جبري او اختياري» ډول اېستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۳۵ کورنۍ د تورخم له لارې او ۳۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۹۸ کورنۍ د پل ابرېشم او ۱۳۹ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې، د آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.

دا څېړنه په ٧ ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.

له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.