د خبریالانو د خوندیتوب سازمان له یوې تازه آنلاین نظر پوښتنې په راپور کې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو حقونه پکې ارزول شوي، ویلي چې په هېواد کې ۶۲،۶ سلنه ښځې د تاوتریخوالي شاهدې او قرباني شوې او ياهم د خپلو اساسي حقونو د لاسه ورکولو شاهدې دي.
دغه نظرپوښتنه چې په هېواد کې دننه او بهر د افغان مېرمنو د حقونو او ټولنیزو شرایطو په اړه د دوی د نظرونو د ثبتولو په موخه جوړه شوې وه، په ټولیز ډول ۱۰۷ ښځو د نمونې په توګه برخه اخیستې وه، چې ۹۱ یې په ۱۹ ولایتونو او ۱۷ ښځې په نورو هېوادونو کې اوسېدونکي دي.
د دې سروې په راپور کې همداراز راغلي چې ۳۷ سلنه ښځو ویلي چې د دوی حقونه نه دي تر پښو لاندې شوي. خو د هغو کسانو له جملې څخه چې د خپلو حقونو د سرغړونو په اړه یې راپور ورکړی، یو لوی شمیر یې ویلي چې دوی د پراخ جبر تجربه کولو په ترڅ کې د وېرې او د خپلو تجربو د شواهدو په وړاندې کولو کې د ناامنۍ احساس کوي.
٩٣.۵ سلنه ځواب ویونکې په تېرو شپږو میاشتو کې«د بشري حقونو د خراب وضعیت» شاهدې وې او ٩٢.٣سلنه ځواب ویونکو وړاندوینه کړې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د بشري حقونو وضعیت خراب شي.
د خبریالانو د خوندیتوب اداره وايي، په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ راتګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د شاتګ لامل شوی او د واک تر اخیستو څو اوونۍ وروسته طالبانو د هغو تګلارو په پلي کولو پیل کړى چې د ښځو او نجونو حقونه یې سخت محدود کړي دي.
د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، طالبانو په رسنیو کې د کار په ګډون د ښځو پر کار سخت بندیزونه لګولي دي. ښځې اوس په پراخه کچه له کوره بهر له ډېرو کارونو د روغتیا او پوهنې په برخو کې د یو څو استثناوو پرته چې د ښځو خدمتونه اړین ګڼل کیږي، منع شوې دي.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، هغه ښځې چې پخوا په دولتي، رسنیو او مدني ټولنو کې یې کار کاوه، د خپلو دندو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د دې سروې یوه ګډونوال وايي: «زه خبریاله یم او خاوند مې چې د جمهوري ریاست پر مهال د ملي امنیت د رٸیس په توګه يې کار کاوه، اړس دواړه بېکاره یو. موږ د خپلو څلورو ماشومانو سره په کور ناست یو او هیڅ شی نه لرو. په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي. اقتصادي فقر، جبري ودونه او ټولنیز محدودیتونه د ځوانو نجونو ژوند اخلي.»
دغه سازمان ټینګار کوي چې له کاري ځواک څخه د ښځو ایستل نه یوازې د هغوی له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونه ده؛ بلکې افغانستان یې د خپل کاري ځواک له یوې مهمې برخې بې برخې کړی او د هېواد د پرمختګ او بیارغونې بهیر یې ستونزمن کړی دی.
د دې نظرپوښتنې د راپور په یوه برخه کې همدارنګه ویل شوي چې په دې وروستیو کلونو کې په تېره بیا د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په افغانستان کې وضعیت خراب شوی او پر بشري حقونو په تېره بیا د زده کړو، کار او عامه ژوند په برخه کې د ښځو پر حقونو سخت بندیزونه لګول شوي دي.