افغانستان

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د «ترهګرو ډلو» مخنيوى وکړي

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د هغو «ترهګرو ډلو»  چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي، مخنيوى وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه تازه خبري کنفرانس کې د طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بامیان او کابل د وروستیو بریدونو بریدګر روزل شوي وو.

هغې ټینګار وکړ چې د طالبانو چارواکي د دغو ډلو د کنټرول لپاره له ستونزو سره مخ دي چې په وینا يې په افغانستان کې له معافیت سره فعالیت کوي او د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی.

آغلې بلوچ وايي:«طالبان دې د نورو د ملامتولو پر ځای د دغو ډلو پر وړاندې مبارزې ته پام وکړي.»

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې هغې يادونه وکړه چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او متقابلو همکاريو د پياوړتيا لپاره د باور جوړونې اقدامات ضروري ګڼي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه

ممتاز زهرا بلوچ همداراز په دې کتنه کې ويلي چې د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو ۲۳مه سرمشريز ټاکل شوې ده چې د اکتوبر له ۱۵مې څخه تر ۱۶ پورې په اسلام اباد کې جوړه شي.

دغه غونډه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې دوهمه مهمه غونډه ده، د سيمه ييزو اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او د کلتوري تبادلې د پياوړتيا په موخه ترسره کېږي.

مېرمن بلوچ اعلان وکړ چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشران به د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، د چاپېریال ساتنې پروژو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په اړه د نظرونو د تبادلې لپاره سره وګوري.

نوموړې په داسې حال کې چې د طالبانو د استازو شتون ته اشاره نه ده کړې، ویلي یې دي چې په دې غونډه کې به د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي، د څارونکي هېواد منګولیا او د ترکمنستان ځانګړی مېلمه هم برخه ولري.

د يادولو وړ ده، چې په دې غونډه کې به د اسيا، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د اروپا د اقتصادي ټولنې په ګډون د نړيوالو سازمانونو استازي هم ګډون وکړي.

مېرمن بلوچ زیاته کړه:«موږ د سیمې له مشرانو او نړیوالو سازمانونو څخه د پراخ ګډون تمه لرو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې همدارنګه د سیمه ييزو همکاریو لپاره د دغې غونډې په اهمیت ټینګار وکړ.