د سینټکام پخوانی قوماندان کنټ مک کنزي وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلوي نه دی او ټینګار کوي چې دې پرېکړې د داعش او القاعده پر وړتیا اغېز کړی چې د امریکا پر خاوره بريدونه تنظیم او ترسره کړي.
ښاغلي مکنزي له «سي-اسپن» شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکا د متحدو ایالاتو وتلو روسیه دې ته وهڅوله، چې پر اوکراین برید وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر نړیوالو رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د اسامه بن لادن زوی او د القاعدې شبکې اوسنی مشر حمزه بن لادن له خپلې کورنۍ سره په ننګرهار ولایت کې دی او پر لوېديځ د ۹/۱/۱۱ برید ته ورته د بريد پلان لري.
له بلې خوا د امریکا یو شمېر جمهوري غوښتونکو سناتورانو خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته داعش خراسان څانګې د دې توان ترلاسه کړی چې د امریکا پر ګټو برید وکړي.
تر دې مخکې ښاغلي مکینزي هم ویلي و چې د داعش او القاعده پیاوړتیا د افغانستان په اړه د امریکا اصلي اندېښنه ده او باید له دې اړخه دې هېواد ته پاملرنه وکړي.
هغه مخکې ټینګار کړی و چې د طالبانو سیاستونه په ځانګړې توګه له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې به په راتلونکو څو لسیزو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په اړه د امریکا نظر بدل نه کړي.
په همدې حال کې د سینټکام پخوانی قوماندان وايي: «همدارنګه دیکتاتورانو له افغانستان څخه د امریکا له ناڅاپي شاتګ څه ډول زده کړه وکړه، لکه ولسمشر پوتین چې پر اوکراین يې برید لپاره زړور کړ.»
دغه پخوانی امریکايي چارواکی وايي چې اوس مهال په سیمه کې شاوخوا ۴۵ زره امریکايي سرتېري مېشت دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې القاعده شبکه په پټه په افغانستان کې د بریدونو تنظیمولو، د خپلو ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او طالبان لا هم له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعده او پاکستاني طالبانو سره ژورې اړیکې لري.