افغانستان

د افغانستان د ښځو غږ غورځنګ: جبري اېستل د افغان کډوالو ژوند او امنیت ته جدي ګواښ دی

د افغان ښځو غږ غورځنګ له ایران څخه د هېواد د کډوالو د اخراج په تړاو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې « جبري اخراج» د دغو کډوالو ژوند او امنیت ته جدي ګواښ دی.

د دغه حرکت په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغو کسانو ډېرى (کډوال) د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سياسي، ټولنيزو دلايلو او په تېرو دولتي دندو کې د نظامي دندې د لرلو له امله له هېواده وتلي او په جبري توګه  يې بېرته افغانستان ته ستنول به يې چې لا هم له جدي ستونزو او امنیتي ننګونو سره مخ دى، ناوړه پایلې ولري.»

دغه غورځنګ په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان له عالي کمېسيون غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو کړکېچن وضعیت ته پام وکړي.

د دغه حرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه دې د افغان کډوالو په استازيتوب د ايران له حکومت سره د «جبري اخراج» د بهير د بندولو په اړه خبرې اترې وکړي، تر څو په دغه هېواد کې مېشت کډوال انساني کرامت سره په خوندي شرايطو کې ژوند وکړي.

د افغانستان ښځو غږ غورځنګ له ملګرو ملتونو همداراز غوښتي چې د هغو کډوالو د پناه غوښتنې وضعیت ته جدي پام وکړي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېواد ته په ستنېدو يې ژوند له امنیتي ستونزو سره مخ کېږي.

دغه غورځنګ وايي، په دې باور دى چې نړیواله ټولنه باید د کډوالو په وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د هغوی د انساني کرامت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغانستان د ښځو غږ غورځنګ له ټولو نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو له فعالانو هم غوښتي چې له دغه غورځنګ سره همغږي شي او د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.