افغانستان

یونېسف: د هرات د زلزله ځپلو وضعیت لا هم نازک دی

د هرات له زلزلې یو کال وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په یوه راپور کې ویلي چې د دغې طبیعي پېښې د قربانیانو وضعیت لا هم نازک دی.

دا بنسټ په دې سیمو کې د ماشومانو لپاره د لا زیاتو مرستو او د قربانیانو لپاره د مقاومت غوښتنه کوي.

دغه بنسټ وايي، د هېواد په لوېديځ کې د اغېزمنو شويو کسانو وضعيت همداراز د ښه کېدو نښې ښيي، چې کورنۍ ورو ورو پر خپلو پښو ولاړې دي او له «ناورين» وروسته خپل کورونه او ژوند له سره رغوي.

خو یونېسف وايي چې د ژمي له امله د اغېزمنو شویو خلکو حالت او د اغیزمنو ټولنو مقاومت کمزوری پاتې دی، چې د بیارغاونې هڅو بېرته ستنېدل ګواښي او په هغو کسانو باندې ډیر فشار راوړي چې لاهم د خپلو عزیزانو، کورونو او معیشت له لاسه ورکولو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د هرات د زلزلې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د همغږي پروګرام د یوې برخې په توګه یې له زیانمنو سره د اوبو، روغتیا، پوهنې، پالنې، تغذیې او د ماشومانو د ملاتړ په ګډون په څو مهمو برخو کې مرستې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د هرات ولايت په ځينو سيمو کې د رېښتر په کچه د ٦،٣ درجې زلزلې ۴٨ زره کورنۍ زيانمنې کړې.

د راپورونو له مخې، په دغو پیښو کې شاوخوا يو زرو ٨٠ کسان مړه او يو زرو ٩۵٠ نور ټپیان شوي دي.

په مړو شویو کې تر ۹۰ سلنه زیاتې ښځې او ماشومان دي. له دغو پېښو وروسته ډېری کورنۍ اړې شوې چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره په لږو امکاناتو تر کېږديو لاندې ژوند وکړي.