افغانستان

 د ایران د انتظامي ځواکونو قوماندان: بې اسناده افغان کډوالو ته کار ورکول «جرم» دی

د ایران د انتظامي ځواکونو قومندان احمد رضا رادان وايي، هغو افغان کډوالو ته کار ورکول، چې ایراني چارواکي یې «ناقانونه اتباع» بولي، «جرم» دی.

نوموړي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې وروسته له دې به بې اسناده کډوال دغه هېواد ته د ننوتو، کور کرایه اخيستلو او د کار موندلو اجازه ونه لري.

د ایران د انتظامي ځواکونو قومندان زیاتوي، چې سږ کال به دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال وباسي.

احمد رضا رادان په دې مرکه کې زیاته کړې، چې دوی له ایران څخه ۵۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او شړلي دي.

نوموړی وايي، په ورته وخت کې څه باندې ۲۵۰ زره بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو هوډ لري.

د ایران د انتظامي ځواکونو قوماندان وايي، بې اسناده کډوالو ته کار ورکول او د افغان کډوالو ګمارل «جرم» دی او د دغه هېواد له سوداګرو اتحادیو یې غوښتي چې په دې اړه دوی ته خبر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو او اتباعو له چلند څخه شکایت کوي او وايي چې له هر ډول تاوتریخوالي سره مخ دي.

له بلې خوا په هېواد کې يو شمېر کډوال وايي، چې ايراني پوليس يې د اخراج پر مهال د هغوى ټولې پيسې او جايدادونه ضبطوي او بيا يې په خورا «بدو» شرايطو کې افغانستان ته ستنوي.

د دغه هیواد اتباع له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د دوی وضعیت د بشري حقونو او د پناه غوښتنې د حق په چوکاټ کې حل کړي.

د آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.

دا څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.

له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.