افغانستان

د مقاومت جبهه: پرون ماښام مو د پنجشیر په برید کې ۱۳ طالبان ووژل

د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه  کې ویلي چې د جمعې په ماښام یې د پنجشیر ولایت په دره کې د طالبانو پر یوه مرکز برید کړی چې له امله یې ۱۳ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې په پنجشیر کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویلي و، چې دغه پېښه په دې ولسوالۍ کې د دوی په یوه مېلمستون کې د ګازډبې د چاودنې له امله شوې ده، چې شپږ تنه یې ټپیان کړي دي.

خو د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه  کې ویلي چې دا برید دوى په پنجشېر کې د طالبانو د دفاع وزارت د ځانګړې لوا د څلورم کنډک درېیم ټولي پر قرارګاه کړی دى.

دغه جبهې دا پېښه په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د جبهې له خوا تر ټولو خونړی برید بللی دی.

طالبانو تر اوسه د مقاومت د جبهې د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.