په داسې حال کې چې خلک په هېواد کې د سوداګرۍ له رکود او د کارونو له کمښت څخه شکایت کوي، په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، دوی پلان لري چې په دغه ولایت کې د «افغانستان د ملي خزانې» نندارتون جوړ کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه نندارتون به د تلې له ٢۴مې څخه تر ٢٦مې نېټې پورې د درېيو ورځو لپاره جوړ شي.
د تنظیم کوونکو په خبره، په دغه نندارتون کې به د هېواد قیمتي ډبرې، صنعتي، کرنیز، هنري محصولات او لبنیات همدارنګه دیني او ساینسي کتابونه نندارې ته وړاندې شي.
د چارواکو په خبره، دغه نندارتون به د طالبانو تر واک لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې جوړ شي.
په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال وايي، چې د طالبانو له راتګ وروسته د دوی کاروبارونه په ټپه درېدلي او د کار زمینه یې په بې ساري ډول کمه شوې ده.
له بل پلوه، یو شمېر ښځینه متشبثې وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف د ادارې له خوا لګول شوي محدودیتونو دوی د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، چې د طالبانو تر بیا واکمنۍ راهيسې ښځو د عاید د ترلاسه کولو لپاره لږ فرصتونه لري.هغه ښځې چې ډیری یې د خپلو کورنیو یوازینۍ رزق ګټونکي دي.