افغانستان

سرچينې: ديني عالم عبدالقادر قانت د طالبانو له بنده آزاد شو

دوو باخبرو سرچينو له آمو سره اړيکه تاييد کړې يې ده چې ديني عالم او د ديني او جهادي ارزښتونو د ساتنې شورا پخوانى مشر عبدالقادر قانت پرون (سه شنبه، د تلې ١٠مه) د طالبانو له بنده خوشې شوى دى.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، یو له هغو دیني عالمانو مولوي عبدالسمیع غزنوي چې له ښاغلي قانت سره یوځای نیول شوی و، هم پرون د طالبانو له بنده خوشې شو.

ښاغلی قانت تېره اونۍ په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول و.

طالبانو د نوموړي د نيولو د علت په اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې ښاغلی قانت د هېواد په یو شمېر رسنیو کې د دیني چارو د کارپوه په توګه راڅرګندېده او د طالبانو له خوا د نجونو او د ښځو پر زده کړو وضع شويو بندیزونو او محدوديتونو باندې يې نیوکې کولې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېره یوه اونۍ کې د دوو سیاسي کارپوهانو، دوه دیني عالمانو او د پارلمان د یوه پخواني غړي په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان نیولي دي.