افغانستان

بایډن یو ځل بیا اعلان کړى چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به ۱۲۵زره کډوالو ومني

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا د ٢٠٢٥ مالي کال لپاره د ١٢٥زره کډوالو د منلو هدف وټاکه، او د خپلې ادارې ژمنه يې چې د ځورونو له امله پناه اخيستونکو خلکو ته ښه هرکلى کوي، بیا تایید کړه.

دا په پرله پسې توګه درېيم کال دی چې د بایډن اداره دا موخه ټاکي.

په ٢٠٢٤ مالي کال کې چې د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد، متحده ایالاتو سل زره کډوال بیرته مېشت کړل، چې په تېرو درېيو لسیزو کې ترټولو لوړ شمېر دی.

د دغو کډوالو یوه لویه برخه هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته يې خپل هېواد پرېښود.

دغه ادارې د دې بریا لامل د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو برنامې بیا تنظیمولو ته منسوب کړ، چې د نړیوالو همکاريو او د زرګونو امریکایانو لخوا ملاتړ شوی و چې د « ويلکم کارپس» د طرحې له لارې د کډوالو ملاتړ کوي.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د کډوالو استوګنځای د هغه سخاوت یوه بیلګه ده چې تل د امریکايانو د روح په زړه کې وه.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې برنامه تر جدي بیاکتنې لاندې ده او د نړۍ یو شمېر زیان منونکو خلکو ته به نوي فرصتونه چمتو کړي.

د بشردوستانه اغېزو سربېره، د بایډن ادارې د کډوالو د بیا مېشتېدنې اقتصادي ګټو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په تیرو ١٥ کلونو کې، کډوالو د متحده ایاالتو اقتصاد ته نږدې ١٢٤ ملیارد ډالر مرسته رسولې ده.

د هغه په ​​وينا، کډوالو همداراز د ښاري سيمو په بيارغاولو او په ټول هېواد کې د سيمه ييزو ټولنو د تحرک په زياتولو کې مرسته کړې ده.

بایډن ویلي دي چې د ۱۲۵زره کډوالو د منلو د هدف په ساتلو سره به متحده ایالات د جگړې، تعذیب او نورو کړکېچونو له امله بې ځایه شویو خلکو ته د خوندیتوب او فرصت په برابرولو کې د یو نړیوال مخکښ په توگه پاتې شي.