د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراٸيلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵ تنه ووژل شول.
په ورته وخت کې اسراٸیل د حزب الله پر ضد د «محدود» ځمکنیو بریدونو د پیل اعلان کړی دی.
د ګارډین د راپور له مخې، د اسراٸيلو پوځ ویلي چې د اسراٸیلو ټولنو ته د سمدستي ګواښونو په مقابل کې یې پولې ته څېرمه پر کلیو بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په جنوبي لبنان کې د حزب الله د ترهګريزو اهدافو او بنسټیزو تاسیساتو پر ضد د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ محدود، سیمه ییز او هدفي ځمکني بریدونه پيل کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د بیروت په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي برید کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژل دغې ډلې ته سخته ضربه رسولې ده او دا اندېښنه یې راپارولې ده چې اسرائیل ښايي پر لبنان د ځمکني برید او شخړو لپاره تیاری ونیسي او په منځني ختیځ کې شدت ومومي.
په ورته وخت کې اسرائیلو همداراز په یمن او سوریه کې پر سیمو بریدونه کړي دي.
د اسرائيلو د پوځ د خبرپاڼې له خپرولو څو ساعته مخکې، امریکایي چارواکو ويلي چې داسې ښکاري چې اسراٸيلي ځواکونو د لبنان په سویل کې «محدود ځمکني عملیات» پیل کړي دي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په یوه تازه خبري کنفرانس کې ويلي: «دا هغه څه دي چې دوی (اسرائیل) موږ ته خبر راکړ چې اوس یې کوي او دا یو محدود عملیات دي چې په سرحد کې د حزب الله بنسټیز تاسیسات په نښه کوي.»