افغانستان

د عدالت غوښتنې کمېټه: د طالبانو لخوا د جاويد کوهستاني د رواني او جسمي شکنجو په اړه اندېښمن يو

د طالبانو له بند څخه د سیاسي چارو د کارپوه جاوید کوهستاني د خلاصون د غوښتنې کمېټې د طالبانو په زندان کې د هغه د شکنجې، ناوړه چلند او رواني او فزیکي ځورونې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د قيد او شرط پرته د ښاغلي کوهستاني د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې چې دغه کمېټه یې جوړه کړې، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جاوید کوهستاني د خوشې کولو هڅې د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو مسٶولیت دی.

د دې کمیټې په خبرپاڼه کې راغلي: «د دې په پام کې نیولو سره چې ښاغلي کوهستاني په دې وروستیو کې د زړه د ناروغۍ لپاره عملیات کړي او لاهم ډیر درمل خوري، د یوناما دفتر له لارې به د هغه کورنۍ په دوامداره توګه له هغه سره اړیکه ونیسي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې هغه بېړنيو اړتیا درملو، خواړو او طبي پاملرنې ته لاسرسی لري.»

د هېواد د سیاسي چارو شنونکی جاوید کوهستاني د روان کال د تلې میاشتې په پنځمه نېټه د کابل په خیرخانې سیمه کې خپل کور ته په لاره د طالبانو له خوا نیول شوى او نامعلوم ځای ته لېږدول شوى دى.

د دغه سیاسي شنونکي د خلاصون د غوښتنې کمېټې همداراز ویلي: « جاوید کوهستاني د جمهوري ریاست په شل کلنه موده کې تل هڅه کړې چې په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین او ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د سیاسي چارو د یوه متخصص او کارپوه په توګه یې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې کړي دي. په رسنیو کې د هېواد او سیمې له اوسنیو پرمختګونو په اړه بحثونه کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېواد له بېرته نیولو وروسته لسګونه شنونکي، کارپوهان، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان نیولي، چې یو شمېر یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

یو شمېر بنسټونه چې د خبریالانو او د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي، له دې وړاندې ویلي چې طالبانو دغه کارپوهان، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان د طالبانو د ګټو پر ضد د څرګندونو په خاطر نیولي دي.

له بلې خوا او په وروستۍ پېښه کې راپورونه وايي چې طالبانو د خپلو مطلوبو کارپوهانو نوملړ رسنیو ته استولی او امر یې کړی چې د دوی د مطلوبو کسانو پرته دې نور کسان د سیاسي چارو د کارپوهانو او شنونکو په توګه تلویزیوني پروګرامونو ته نه وربلي.

په ورته وخت کې طالبانو د افغان رسنیو دپه ژونديو سیاسي خپرونو هم بندیز لګولی دی.