افغانستان

 طالبانو د داعش د يوې ډلې د نیولو خبر ورکړ

File-Photo

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل او ننګرهار کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې یوه ډله نیولې ده، چې په بامیان کې پر سیاستوالو او په کابل کې یې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.

طالبانو ادعا کړې چې د دغو کسانو مشر یو تاجک تبعه دی چې غوښتل یې «ځانمرګی برید» وکړي.

طالبانو همداراز ادعا کړې ده چې دغه کسان د بلوچستان د مستونګ له روزنیزو مرکزونو څخه افغانستان ته راغلي دي.

طالبانو ویلي دي چې په فاریاب او کابل کې د دوی په نورو عملیاتو کې د داعش دوه غړي وژل شوي او یو شمیر نور ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو د دغو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د داعش شتون او فعاليتونه رد کړي او ادعا يې کړې چې دغه ډله يې له منځه وړې ده.

خو په وروستۍ پېښه کې داعش د پنجشنبې په ورځ (وږي ٢٢مه) په دایکندي ولایت کې د یوه برید مسوولیت په غاړه واخیست چې ۱۴ هزاره وګړي په کې ووژل شول.

طالبانو ادعا کړې چې دغه کسان له بلوچستان څخه افغانستان ته داخل شوي دي، په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو تل ویلي چې ترهګرې ډلې لکه داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او القاعده د طالبانو  تر ادارې لاندې په افغانستان کې شتون لري.

تر دې وړاندې د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د داعش پر شتون او فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده.