د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې د ۶۴زره ماشومانو لپاره د اوبو رسولو نوې شبکې جوړوي.
دغه صندوق پر اېکس ویلي، چې دغه پروژه به په فراه ولایت کې پلې شي.
د یونېسف په وینا، د دې پروژې لګښت به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د وجهي صندوق له لارې تمویل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو پر نشتوالي نیوکه کوي او وايي چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د هېواد په لېرو پرتو سيمو کې يو شمېر دغه ښاريان وايي، چې د څښاک د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو مزل کوي. په داسې حال کې چې د دغو اوبو ډېری سرچینې صحي ندي.
له بلې خوا یو شمېر ډاکټران په دې باور دي چې د کولرا، نس ناستې، د خلکو په بدن کې د آميبو زیاتېدو او نورو ناروغیو اصلي سرچینه د څښاک لپاره د ناپاکو اوبو کارول دي.