افغانستان

د ولسي جرګې پخوانی غړی شاپور حسنزوی له څلورو ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

یوې سرچینې آمو ته تاييد کړې، چې طالبانو تېره چهارشنبه (د تلې ٤مه) په ننګرهار کې د تېر حکومت د ولسي جرګې پخوانی غړی شاپور حسنزوی نیولی دی.

د دغې سرچینې په وینا ښاغلی حسنزوی د طالبانو له خوا په ننګرهار ولایت کې نیول شوی دی.

دغې سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلي چې ښاغلی حسنزی ولې نیول شوی او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړى.

تر دې وړاندې طالبانو د ولسي جرګې یو بل پخوانی غړی الله ګل مجاهد چې د طالبانو له شخصیتونو سره د اړیکو له کمېسیون سره د تفاهم له لارې هېواد ته راستون شوی و، د وژنې په تور نیولی و، چې تر اوسه يې د برخليک په اړه معلومات نشته.

له بلې خوا د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ یو شمېر سرچینو آمو ته تایید کړه چې د طالبانو استخباراتو د پوځي او سیاسي مسایلو کارپوه جاوید کوهستاني په کابل ښار کې نیولی دی.

شاپور حسنزوی چې د تېر حکومت د ولسي جرګې پخوانی غړی و، له شخصیتونو سره د طالبانو د تماس د کمېسیون له لارې افغانستان ته راغلى و، په ځینو مواردو کې یې د طالبانو د عمومي عفوې د حکم په اړه ویلي؛ او په ځینو رسنیزو پروګرامونو کې د شنونکي په توګه راڅرګند شو، چې کله ناکله د طالبانو دریځ ته نږدې دریځ درلود.

دا نیونې د طالبانو د مشر د عمومي بښنې د فرمان په شتون کې ترسره شوي دي.

پخواني څارنوال غلام فاروق عليم وايي: « د ملا هبت الله اخندزاده د عفوې د فرمان اصلي موخه تر ډېره تبليغاتي اړخ لري او په ورته وخت کې په لومه کې د پخوانيو پوځيانو، پخوانيو دولتي کارکوونکو، په تېره بيا د قاضيانو او څارنوالانو اچول وو. پخوانی حکومت د دې حکم له مخې خلک تېراېستل شول، ځینې یې په افغانستان کې پاتې شول او د همدې سرليك لاندې مجازات شول.»

د روان هجري لمریز کال د غويي په میاشت کې په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر اېکس لیکلي و چې د تېر حکومت د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د طالبانو لخوا په قتل کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی او د پلټنو تر پایه به په توقیف کې وي.

الله ګل مجاهد هم د طالبانو دله شخصيتونو سره د تماس کمېسیون له لارې له هغو افغانستان ته تللی چې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې تر حکم لاندې کار کوي. خو طالبانو د غويي له میاشتې راهیسې د هغه د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

خالد ځدراڼ د غويي په ۲۳مه وویل: «الله ګول مجاهد د قاري سعیدالله په قضیه کې چې په ۰۹.۱۲.۱۴۰۲ کې ووژل شو، تورن دی. شته اسناد او د قضيې ماهيت ته اړتيا ده چې د هغه ازادي محدوده شي. له همدې امله پرېکړه وشوه چې د څېړنو تر بشپړېدو او د باصلاحیته محکمې تر حکم پورې دې په توقیف کې وساتل شي.»

ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې، چې د تلې په میاشت کې خپور شوى، د عمومي بښنې حکم سره سره طالبانو له خوا د تېر حکومت د چارواکو او سرتېرو د شکنجې او ناوړه چلند د ۴ پېښو، ۹ د خپلسرو نیولو او د تېر حکومت د ۶ پېښو د ثبت خبر ورکړى.

د ملګرو ملتونو په وروستي درې میاشتني راپور کې راغلي: «۴ غیر قانوني وژنې، ۹ خپلسري نیول او ۶ د تېر حکومت د چارواکو او سرتېرو د شکنجې او ناوړه چلند قضیې د ملګرو ملتونو له خوا مستندې شوي دي.»

همدا راز د دغه راپور پر بنسټ، د ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور یو تن غیر قانوني قتل او ۷ تنه خپل سري نیول شوي دي.

د بشري حقونو فعالې سیما نوري وویل:«د طالبانو د غیر قانوني کړنو د مخنیوي لپاره باید څو اړخېزه اقدامات وشي، له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه یو دا چې پر طالبانو فشارونه زیات شي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او بندیزونه زیات کړي.»

د جاوېد کوهستاني، شاپور حسن زوی او الله ګل مجاهد سربېره، چې د طالبانو له خوا نیول شوي دي، سرچینې مخکې له دې هم آمو ته تایید کړې وه چې د طالبانو محکمې دوه خبریالان محمد عارف هجران او احمد کامران په لس کاله بند محکوم کړي دي.