افغانستان

 د یوناما نوې مرستیاله د خپل کار د پیل لپاره کابل ته راورسېده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر(یوناما)  نوې مرستیاله جورجیت ګانيون کابل ته راغله څو په رسمي توګه خپله دنده پیل کړي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نوې سیاسي مرستیاله جورجیت ګانيون د خپل ماموریت د پیل لپاره کابل ته راغلې ده.

دا کاناډایي وکیله د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو د  سرمنشي انتونیو ګوترش لخوا پر دې دندې وټاکل شوه.

په يوه خبرپاڼه کې چې دیکشنبې په ورځ خپره شوې، ملګرو ملتونو د سولې پروسې او د بشري حقونو او له جګړې وروسته پرمختګ په برخه کې د ستراتیژیکو نوښتونو په برخه کې د ګانيون ٢٨ کلنې تجربې یادونه کړې.

آغلې ګانيون د سولې جوړونې د بهیرونو په ملاتړ او د بشري حقونو، بشرپاله عمل او پرمختګ په برخو کې د جګړې او د شخړو وروسته چاپیریال کې د ستراتیژیکو نوښتونو پرمخ وړلو کولو کې د ٢٨ کالونو څخه ډېره تجربه لري. آغلې ګانيون له ۲۰۲۱ کال راهیسې په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ په ماموریت کې د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیالې او د لیبیا لپاره د کور جوړونې او بشري چارو د همغږي کوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ په ماموریت کې د خدمت کولو دمخه، هغې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون په دفتر کې د ساحوي عملیاتو او تخنیکي همکارۍ د رٸيسې په توګه کار کړی او په نړیواله کچه د دې دفتر د ساحوي فعالیتونو اداره کولو مسولیت يې پر غاړه درلود.

آغلې ګانيون له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ پورې په یوناما کې د بشري حقونو د مشرې په توګه دنده ترسره کړې. هغه په ​​افریقا، سوریه او بالکان هېوادونو کې د ملګرو ملتونو، ملي حکومتونو او غیر دولتي موسسو سره د ملکي وګړو د ساتنې، بشري حقونو او د قانون د حاکمیت په برخه کې د مشرې او لوړ پوړې سلاکار په توګه هم کار کړی دی.

آغلې ګانيون د کاناډا په ټورنټو کې د اوزګوډ هال-یارک پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه د حقوقو په برخه کې د لیسانس سند لري او د انګلستان د ایسکس پوهنتون څخه د نړیوالو بشري حقونو په قانون کې د حقوقو ماسټرۍ سند لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې په داسې حال کې کابل ته راغلې، چې طالبانو په دې وروستیو کې د خپل نوی قانون په پلی کولو پیل کړی، چې د ښځو او نجونو پر حقونو ډېر محدودیتونه لګوي.