افغانستان

د چین د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان وضعیت د سیمې له سولې او امنیت سره تړلى دى

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، د افغانستان وضعیت د سیمې له سولې او امنیت سره تړلی دی.

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په ٧٩مه غونډه کې په خپله وینا کې ويلي چې له افغانستان سره باید له ترهګرۍ سره د مبارزې، د خلکو د ژوند او اقتصاد د ښه کولو په برخه کې مرسته وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به «د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون» څخه د سرغړونې له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

دغو څلورو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونو مخه ونه نیسي، د هاګ محکمې ته به یې راکاږي.

د آلمان، استرالیا، هالنډ او کاناډا دغه اقدام په افغانستان کې دننه او همدارنګه د نړۍ د هېوادونو له پراخ ملاتړ سره مخامخ شوى.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پر اېکس ویلي چې هغه د ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو ملاتړ کوي چې غواړي د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو په وړاندې «تبعیضي» بندیزونه لیرې کړي.