افغانستان

 ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ۲۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

په یوه ورځ کې نږدې ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې پرون (شنبه، د تلې ۷مه) ۱۹۵ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په «جبري او اختياري» ډول ایستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې افغانستان ته راستانه شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۲۴ کورنۍ د تورخم له لارې او ۱۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۴۶ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې افغانستان ته او همدارنګه ۱۰۸ نورې کورنۍ د اسلام کلا له پولې څخه افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال له ستونزو شکایت کوي.

په ایران کې مېشتو افغان کډوالو آمو ته ویلي چې د دغه هېواد حکومت د دوی ماشومان ته په ښوونځیو کې د شاملېدو اجازه نه ورکوي.

په همدې حال کې د کرمان څارنوالۍ د دغه ښار نانوايانو ته امر کړی چې په غیر 

مجار وګړو دې «ډوډۍ» نه پلوري.