په یوه ورځ کې څه باندې ۳۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس په یوه راپور کې ویلي چې پرون (چهارشنبه، د تلې ۴) ۳۵۸ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په زور او په خپله خوښه ویستل شوې دي.
د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس وايي چې ۴۰ کورنۍ د تورخم او ۴۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور له مخې، ۱۱۸ کورنۍ د پل ابرېشم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي او همدارنګه ۱۵۸ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له پولې هېواد ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو د یوې څیړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.
دا څیړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.
له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د«خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.