سعید بیګي چې په تهران کې د دندو د تنظیم مسؤول دی، وايي چې د دغه ښار په واټونو کې هر ډول پیري کول جرم ګڼل کیږي او زیاته یې کړه چې دوی داسې پلان نه لري چې د دغه هېواد چارواکي بې اسناده افغان کډوالو ته چې دوى يې «غیر مجاز بهرني اتباع» بولي د پیرودلو اجازه ورکړي، په تهران کې په دې اړه هیڅ اجازه نشته.
سعید بیګی د چهارشنبه په ورځ له اېرنا اژانس سره په خبرو کې د افغانانو په ګډون غیر قانونی کډوالو ته په اشارې سره وویل:« د هغو غیر قانوني اتباعو لپاره چې د ایران د اتباعو قانوني اجازه نه لری د منلو وړ نه دی چې په دغه هېواد کې د سفر کولو او زمونږ د اتباعو سرچينې د دوى لپاره د استفادې وړ وګرځي. موږ دا اجازه نه ورکوو.»
ښاغلي بېګي زیاته کړه، هغه بې اسناده کډوال چې په ایران کې په «غیر قانوني» ډولمېشت دي، د مافیا له خوا ترې کار اخیستل کېږي او دا خلک ډېری وخت د کوڅې یوه برخه نیسي، لاسي پلور کوي او ناوړه ګټه ترې اخيستل کېږي.
د دغه راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي ویلي، که افغان اتباع په ایران کې قانوني تابعیت ولري او د سوداګرۍ لپاره د غرفې غوښتنه وکړي، ښايي دوی ته غرفې برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د کډوالۍ د ملي ادارې مشر عبدالله مبیني اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په ګډون د اوسېدو د اسنادو لرونکو کډوالو شمېر درې میلیونه او ۵۰۰ زره تنه دی چې د هویت او پېژندنې کارتونه لري.
هغه زياته کړه، چې په ايران کې له ٩٠ سلنې ډېر کډوال افغانان دي او په افغانستان کې د رامنځته شويو بحرانونو له امله هېڅوک هم د هويت اسناد نه لري، لکه د زېږېدنې سندونه، پاسپورټونه او ملي تذکرې او په پایله کې دغه کسان د هویت له اسنادو پرته ایران ته ننوځي.