د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې په تاشکند کې د طالبانو د سفیر د «رسمي» کار د پیل خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې ازبکستان له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې له طالبانو سره ګرمې اړیکې لري، خو تر اوسه د ازبکستان په ګډون هېڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.
د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په وینا، په ازبکستان کې د طالبانو سفیر عبدالغفار بهر د دوشنبې په ورځ تاشکند ته رسېدلی او له یو شمېر ډیپلوماټانو سره یې تعارفي ملاقاتونه هم کړي دي.
امیرخان متقی تر دې مخکې د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت په کلنۍ راپور ورکولو غونډه کې ویلي و، چې دا مهال د هېواد ۳۹ سفارتونه، کونسلګرۍ او دیپلوماتیکي دفترونه د دوى په واک کې دي او یا د دوى لخوا اداره او پر مخ وړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د روسیې، چین، ایران او ازبکستان په ګډون هېڅ هېواد چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، د دوی حاکمیت په رسمیت نه دی پېژندلی.
بل خوا په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزميري ډی کارلو تېره شپه (دوشنبه د تلې ۲مه) د عمومي شورا د ۷۱مې غونډې په عمومي ناسته کې وویل چې د دوحې پروسه له ناکامۍ سره مخ ده.
که څه هم هغې د دې پروسې د ناکامۍ په اړه کوم مشخص لامل په ګوته نه کړ؛ خو د طالبانو «د امربالمعروف او نهى عن المنکر» پرنوي قانون باندې يې سختې نیوکې وکړې.