په بلخ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آمو ته ویلي، چې د تېرې جمعې په ورځ د دغه ولایت د ترافیکو د ریاست پخوانی غړی حکمت الله نامعلومو وسله والو په ډزو وواژه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ناپېژاندو وسله والو دغه پخوانى دولتي کارکوونکى د مزارشريف ښار د ١١مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې وژلى دى.
له ښاغلی حکمت الله درې ماشومان چې عمرونه یې د اوو او پنځو کلونو ترمنځ دي پلتې شول.
د دې وژنې انګېزه لا هم نه ده څرګنده.
د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.