افغانستان

د ارغواني شنبو غورځنګ: د فارسي – دري ژبې پر وړاندې د طالبانو « ژبنى تبعيض» دې په رسميت وپېژندل شي

په یوه پرانیستي لیک کې، د ارغواني شنبو غورځنګ، چې مشري یې د ښځو د حقونو د یوه فعاله مریم معروف آروین کوي له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې په هېواد کې د فارسي-دري ژبې پر وړاندې د طالبانو «ژبنی تبعيض» په رسمیت وپېژني.

دغه غورځنګ په یوه پرانیستي لیک کې له ملګرو ملتونو، د دغه سازمان د بشري حقونو له کمېټې، یونسکو، د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې له نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان د فارسي ژبو د ژبنیو او کلتوري حقونو د ملاتړ لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

د ارغواني شنبو غورځنګ له ایران، تاجکستان او نورو فارسي ژبو هېوادونو هم غوښتي چې د دې «کلتوري حقونو د ښکاره سرغړونې» پر وړاندې دې«چوپتیا» پای ته ورسوي.

دغه غورځنګ له يادو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان د فارسي – دري ژبو پر وړاندې د «ژبني تبعیض» د مخنیوي لپاره اغېزمن او معقول اقدامات وکړي.

په دغه غورځنګ کې اعتراض کوونکې مېرمنې له نړۍ غواړي چې پر طالبانو دې فرهنګي بندیزونه ولګوي او هغوی دې خپلو فرهنګي- ادبي غونډو ته نه رابللي.

نوموړى غورځنګ زیاتوي، چې د فارسي – دري ژبې پر وړاندې «ژبنى تبعيض» نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره ستر کلتوري او ټولنیز بحرانونه رامنځته کولاى شي.