افغانستان

طالبانو په سرپل کې شپږ تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په دُرو ووهل

عکس از آرشیف

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې پنځه کسان یې د «نامشروع اړیکو« په تور او یو کس په سرپل کې د «زنا» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل.

د دې محکمې د خبرپاڼې له مخې، د دغو کسانو د سزا حکم پرون او نن (پنجشنبه، وږي ٢٩) د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې صادر شو.

له دغو کسانو څخه دوه یې د ۳۹ او ۳۱ دورو په سزا محکوم شوي او درېیم کس د درو تر څنګ په یوه کال د «تنفيذي  بند» سزا هم محکوم شوې دى.

 طالبانو د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

پر دې سربېره د طالبانو سترې محکمې له دغو تورنو کسانو څخه دوه تنه په درې کاله( تنفيذي بند) او ۲۹ څخه تر ۳۱ دورو او دغه راز یو بل تن په شپږ میاشتی بند او ۳۰ درو محکوم کړی دی.

تر دې مخکې، د سه شنبې په ورځ طالبانو د هېواد په شمال کې په فاریاب ولایت کې دوه ښځې او یو سړی د «زنا او له کوره د تیښتې» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

طالبانو په تېره یوه اونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې چې (سه شنبه) یې خپور کړ ویلي چې طالبان په عام محضر کې د خلکو جسمي مجازاتو ته دوام ورکوي چې کله کله د خلکو لویې ډلې هم په کې شاملې وي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د بېلګې په توګه د جون په ۴مه (د غبرګولي ۱۵مه) د سرپل ښار په لوبغالي کې ۶۳ تنه (۱۵ ښځې او ۴۸ نارینه) د وسله والو غلاوو، د له واده پرته د اړيکو، د کور څخه د تېښتې او لواطت تور په څېر جرمونو تر محکومېدو وروسته ونیول شول او په عام محضر کې په درو ووهل شول.