افغانستان

 د امریکا کانګرېس: بلنکن دې د تلې په درېيمه د افغانستان په اړه شاهدي ورکړي

د امریکا د استازو جرګې یا کانګرېس یو ځل بیا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن څخه غوښتي چې د تلې په درېیمه د دې جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه دې شاهدي ورکړي.

دغې کمېټې په یوه ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره وغوښتل چې د سپټمبر په ۱۹ مه د امریکا د استازو مجلس ته حاضر شي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی بلینکن نشي کولای د کمېټې په وړاندیز شوې نېټه حاضر شي.

تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال انتوني بلینکن ته ګواښ کړی و، که له افغانستانه د وتلو په اړه شاهدي ورنکړي، محاکمه به شي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغې کمېټې پرون (چهارشنبه،وږي ۲۸) یو ځل بیا د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې ښاغلی بلنکن باید د د تلې په درېيمه نېټه (راتلونکې اونۍ سه شنبه) دې کمېټې ته حاضر شي.

تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرېس د دویمې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې مخکې د دغه وزارت وياند متیو مېلر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د ښاغلي بلینکن د نه شتون لامل په غزه کې د اوربند په اړه د سیمه ییزو سفرونو په ګډون د ښاغلي بلینکن د نورو مهمو دندو شتون دى.

ښاغلي مېلر په دې خبري کنفرانس کې ويلي و، چې دوی د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وړاندیز کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دې له افغانستانه د وتلو په اړه د شهادت ورکولو لپاره ومني.

دا په داسې حال کې ده، چې په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټه له اوږدې مودې راهیسې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو «مرګوني او ګډوډ» وتلو په اړه څېړنه کوي.

د يادولو وړ ده، چې ښاغلى بلینکن به  راتلونکې اونۍ د دې پارلمان د وکیلانو په وړاندې په دغه خورا سیاسي مسله کې راڅرګندېږي چې د نومبر د پنځمې نیټې له ټاکنو به یوازې څو اونۍ مخکې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نومبر په لومړیو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې انتوني بلینکن د افغانستان په اړه کانګرېس ته تر ۱۴ ځله زیات شاهدي ورکړې ده، چې له دې جملې څخه يې څلور ځله ځانګړې موضوع افغانستان و.