افغانستان

ملي مقاومت جبهه: داعش غواړي په افغانستان کې دیپلوماتیک دفترونه له ګواښ سره مخ کړي

File photo.

د «ملي مقاومت جبهې» په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ داعش ډله په پام کې لري چې د طالبانو له خوا له رامنځته شوي امنیتي تشو څخه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د روسیې ډیپلوماټیک دفترونه له ګواښ سره مخ کړي.

دې جبهې له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د دې ګواښ د مخنیوي لپاره دې «مخنیوي تدابیر ونیسي او همغږۍ ټینګښت لپاره دې اقدام وکړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اى) پخواني مشر جنرال ډیویډ پیټراٸوس ویلي چې طالبان له پولو بهر د داعش خراسان ډلې او تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د مخنیوي توان نه لري.

ښاغلي پیټراٸوس له العربیه شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان نه شي کولای خپله خاوره په ښه توګه اداره کړي او داعش خراسان په مسکو کې په برید سره وښودله چې د افغانستان له پولو هاخوا د برید توان لري او «دا خبر د اندیښنې وړ ده.»