افغانستان

د سي آی اى پخوانی مشر: طالبان له پولو بهر د داعش او ټي ټي پي د بریدونو د مهار وړتيا نه لري

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اى) پخوانی مشر جنرال ډېوېډ پیټراٸوس وايي، طالبان له پولو د داعش خراسان ډلې او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د بریدونو د مخنیوي توان نه لري.

ښاغلي پیټراٸوس له العربیه شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان له ډېرو اړخونو یو «ناکام هېواد» دی او ګاونډیانو لپاره یو ګواښ دی.

نوموړی وايي، طالبان نه دي توانېدلي چې خپله خاوره په ښه توګه اداره کړي او داعش خراسان په مسکو کې په برید سره دا وښوده چې د افغانستان له پولو بهر د بریدونو توان لري او دا د اندېښنې وړ خبره ده.

د سي آی اى پخوانی مشر زیاتوي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت «ډیر جدي» دی.

هغه وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د دغه هېواد نيمايي نفوس (ښځې) ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګ څخه بې برخې دي او له کوره بهر په ټولنه او اقتصاد کې په معنوي توګه ونډه نه لري او په همدې حال کې د دې هیواد نيم نفوس اوس هم لوږې سره مخ دی.

جنرال ډېوېډ پیټراٸوس د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړه، چې د طالبانو په بیا واکمنۍ سره په میلیونونو افغانان له هېواده ووتل او هېواد يې موجوده حکومت ته پرېښود.

ښاغلی پیټراٸوس زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو څخه يو نيم کال  مخکې د حضور پرمهال هیڅ یو امریکایي سرتېری ونه وژل شو او امریکا په افغانستان کې پاتې کېدلای شوه او له افغانستان څخه يې وتلو ته اړتیا نه درلوده.

نوموړی وايي، امریکا کولای شي په اسانۍ سره هغه څه ته چې په افغانستان کې یې کول دوام ورکړي او د امریکا نړیوالو ملګرو هم غوښتل چې په دغه هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

جنرال ډېوېډ پیټراٸوس ویلي دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یوه «تراژیدي» وه او له دې وتلو سره د هېواد امنیتي ځواکونه هم وپاشل شول.

د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخوانى مشر وايي، د امريکا د پوځونو د شتون پر مهال د افغانستان اکثريت خلک طالبانو د واکمنۍ په پرتله په ډېر ښه حالت کې وو.

نوموړي په دې مرکه کې په افغانستان کې د وخت له ضایعاتو او اختلافاتو سره سره د واک سوله ییز انتقال د امریکا د شل کلن حضور له لاسته راوړنو څخه یوه لاسته راوړنو  وبلله.