د ایران د سیستان او بلوچستان د پولیسو قومانداني ویلي چې دوی يو زرو ۴۹۴ بې اسناده افغان کډوال چې ایراني چارواکي یې «غیر قانوني بهرني اتباع» بولي، نيولي دي.
ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان د امنیه قومندان علي رضا دليري په حواله خبر ورکړی، چې دغه کډوال په تېره اونۍ کې نیول شوي دي.
ښاغلي دليري ويلي چې د سیستان او بلوچستان پولیس د «بې اسناده بهرنيو وګړو» د راټولولو او شړلو پلان پلي کوي.
هغه ويلي: «پوليسو له لازمو قانوني تدابيرو وروسته په تېره يوه اونۍ کې په دې ولايت کې د يو زرو٤٩٤ ناقانونه کډوالو په نيولو بريالي شوي دي.»
د سیستان او بلوچستان د پولیسو قوماندان زیاتوي: «ټول نیول شوي کسان د ګاونډي هېواد (افغانستان) وګړي دې چې له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد (ایران) ته په غیر قانوني توګه داخل شوي دي».
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د پيشوايي ښار قوماندان اکبر عربی خبرداری ورکړی چې افغان کډوال به توقیف، راټول او وشړل شی.
هغه ټینګار وکړ چې له ایران څخه د بې اسناده کډوالو د راغونډولو او ویستلو پلان عمل کول په شدت سره دوام لري.
له اېسنا خبري اژانس سره په خبرو کې د ایران د پیشوايي ښار قوماندان زیاته کړې، چې د دغه هېواد د اتباعو له خوا د بې اسناده کډوالو ګمارل هم سرغړونه ده او ترسره کوونکو سره به قانوني چلند وشي.