په یوه ورځ کې څه باندې ۱۷۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې ایران او پاکستان پرون (یکشنبه د وږي ۲۵مه) ۱۷۶ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول ایستلې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه دولتي آژانس زیاتوي چې ۲۰ کورنۍ د تورخم او ۴۳ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
په ورته وخت کې او د دغه راپور له مخې، ۷۸ کورنۍ د پل ابرېشم له لارې او ۳۵ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د پيشوايي ښار قوماندان اکبر عربی خبرداری ورکړی چې افغان کډوال به توقیف، راټول او وشړل شي.
هغه ټینګار وکړ چې له ایران څخه د بې اسناده کډوالو د راغونډولو او ویستلو پلان عملي کول په جديت سره دوام لري.
له اېسنا خبري اژانس سره په خبرو کې د ایران د پیشوا ښار قوماندان زیاته کړې، چې د دغه هېواد د اتباعو له خوا د بې اسناده کډوالو ګمارل هم سرغړونه ده او ترسره کوونکو سره به قانوني چلند وشي.
په ورته وخت کې پاکستان هم په جبري ډول د افغان کډوالو د ويستلو لړۍ ته دوام ورکړی دی.