افغانستان

طالبانو په زابل کې یو کس په عام محضر کې په درو وواهه 

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په زابل کې یې یو کس د«غلا» په تور په درو وواهه.

دغې محکمې نن (شنبه، وږي ۲۴ مه) په یوه خبرپاڼه  کې زیاته کړې، چې دغه کس په یو کال، شپږ میاشتې بند او شل درو محکوم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو او بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره سره، طالبانو خلکو ته په فزیکي توګه سزا ورکولو، په ځانګړې توګه په عام محضر کې په وهلو ته دوام ورکړی دى.

تر دې وړاندې طالبانو په غور او میدان وردګو ولایتونو کې هم یوه ښځه او یو سړی په «عام محضر» کې په درو وهلي وو.

د آمو ټلویزیون له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي چې د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۸ ښځو په ګډون يې ۶۱۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.