افغانستان

طالبانو په غور کې یوه ښځه په عام محضر کې په درو ووهله

عکس از آرشیف

طالبانو په غور کې یوه ښځه په عام محضر کې د«کور څخه د تېښتې» په تور په درو ووهله.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دغه ښځه «۳۹ درې» وهلې او په دوه کاله بند يې هم محکومه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو په غور کې دغه ښځه د سترې محکمې تر تاييد وروسته په درو ووهله.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو او بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو په «عام محضر» کې د جسمي مجازاتو، په ځانګړې توګه په درو وهلو ته دوام ورکړی دی.

د آمو ټلویزیون د شمېرو له مخې، د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۸ ښځو په ګډون چې دغه ښځه پکې هم شمېرل کېږي تر ۶۱۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.