افغانستان

طالبانو فاریاب کې محلي خبریال علاء الدین ایرکین نیولی

علاء الدین ایرکین

د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې سیمه ییز خبریالان وايي چې علاءالدین ایرکین د سلام وطندار راډیو محلي خبریال نن دوشنبه (زمري ۳مه) طالبانو نیولی دی.

د هغوی په وینا، فاریاب کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال، ښاغلی ایرکین په میمنې ښار کې د سنایي له سړکه نیولی او تراوسه یې لامل او انګېزه هم څرګنده نه ده.

دغه محلي خبریالان وايي چې د ښاغلي ایرکین د نیول کېدو موضوع یې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له چارواکو سره شریکه کړې، خو سیمه ییزو چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

علاء الدین ایرکین له کلونو راهیسې په فاریاب کې له سلام وطندار راډیو سره د محلي خبریال په توګه کار کوي.

نوموړی داسې مهال نیول کېږي چې د طالبانو تر اسلامي امارت رامنځته کېدو وروسته، هغوی تل د عمومي عفوې خبره کړې ده. خو سره له دې هم ډېر شمېر خبریالان او پخواني امنیتي منسوبین نیول شوي دي.